مالیې وزارت وايي، په کندهار کې د سپین بولدک سرحدي ګمرک منسوبینو پرون پاکستان ته د ۶۵ المونیمي خښتو چې ټولیز وزن یې ۲٫۳ ټنه کېږي، له قاچاق څخه مخنیوی کړی دی. یاد وزارت پر ټویټر لیکلي، د سرپرست حکومت د رهبرۍ له لارښوونې سره سم، له هېواده د هر ډول اوسپنو، المونیمو او داسې نورو فلزاتو چې په کورنیو فابریکو کې ترې کار اخیستل کېږي، صادرول یې بند دي.
































