د نیمروز د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وایي، چې تېره میاشت څه باندې ۷۴ زره افغانان ایران څخه د ورېښمو له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. د دغه ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس، وايي، چې د روان ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د غبرګولي میاشتې له د لومړۍ تر ۳۱ مې نېټې پورې ۷۴ زره ۳۶ تنه، چې ۱۱۰۶ کورنۍ او همدارنګه ۶۹ زره ۲۵۹ تنه مجرد افغان کډوال له ایران څخه د ورېښمو پُل له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
































