د چین د مهاجرینو ملي ادارې د جون په ۲۵مه نېټه وویل، سږ کال د ښامار کښتۍ اختر په موده کې ټولټال 3963 زره کسان چین ته داخل شوي او يا ترې خارج شوي او د هرې ورځې دغه شمېر په منځنۍ توګه 1321 کسان وو.
دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت شاوخوا 2.3 چنده زیات شوی او د ۲۰۱۹م کال د همدې اختر مودې د شمېر 64.6 سلنه يې ونیوله. (هیله)































