د چین د پوستي چارو ملي ادارې د شمېر له مخې، سږ کال د جون تر ۲۴مې نېټې پورې په ټول هېواد کې د چټک پوستي بستو شمېر ۶۰ میلیارډو ته رسېدلی دی.
شمېرې ښيي، چې د جون له لومړۍ نېټې څخه تر ۱۸مې نېټې پورې د انلاین سوداګریزو ډګرونو د ځانګړو فعاليتونو په موده کې د چټک پوستي بستو شمېر په منځنۍ توګه هره ورځ له ۴۰۰ میلیونو څخه زیات و او ترې ښکاي چې د چټک پوست بازار پيمانه نوره زیاته شوې ده. (هیله)
































