ایرانۍ رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي په هلمند سیند کې د اوبو د کچې د معلومولو لپاره د یوې ګډې کمېټې د جوړېدو غوښتنه کړې ده. نوموړي ویلي، دغه کمېټه به معلومه کړي چې د افغانستان د سرپرست حکومت د چارواکو ادعاوې سمې دي یا د ایراني متخصصانو چې پهدې سیند کې اوبه شته که نه. وحیدي د دې هېواد د ولسمشر د استازي په حواله همداراز ویلي، چې سرپرست حکومت د دې کمېټې جوړېدو ته چمتووالی څرګند کړی دی. سرپرست حکومت تر دې دمه پهدې اړه څه نهدي ویلي، خو له دې وړاندې بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې له ایران سره د حقابې په اړه د ۱۳۵۱ کال تړون ته ژمن دي او زیاته کړې یې وه چې په افغانستان کې اقلیمي بدلونونو ته باید پاملرنه هم وشي.
































