د امریکا د عدلیې وزارت وایي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یو قراردادي یې له نظامي اډو د غلا او جعل په جرم محاکمه کړی دی. د امریکا د عدلیې وزات پر رسمي وېبپاڼه راغلي دي چې ۴۳ لرې ګرین امریکايي تبعه دی او په کندهار کې د امریکايي ځواکونو قراردادي وو. د سرچینې په خبره نوموړي په ۲۰۱۵ کال کې له دغه اډې د امریکايي ځواکونو نظامي تجهیزات او نور توکي غلا کړي دي. ګرین پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی او په خبره یې له ده سره یې نور ملګري هم په دې کار کې ښکېل وو. دوی به له نظامي اډې توکي را ایستل او هغه به یې د یوه درېیم هېواد پر تبعه پلورل. دغه امریکايي وګړي پر دې هم اقرار کړی دی چې دوی به په جعلي اسنادو موټرونه له نظامي اډې ایستل او دغه راز به یې په جعلي اسنادو غیر مسوول او ناپېژانده خلک اډې ته ننه کول. امریکايي محکمې د نوموړي په اړه وروستۍ پرېکړه نومبر میاشتې ته ځنډولې ده.
































