په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما) په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي، که څه هم د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې د سرپرست حکومت بیا واکمنېدو راهیسې په ملکي تلفاتو کې د پام وړ کمښت راغلی، خو بیا هم په دې هېواد کې په تېرو څه کمو ۱۰ میاشتو کې ۱۰۹۵ تنه وژل شوي او ۲۶۷۹ نور ټپیان شوي او د ځانمرګو بریدونو له امله په ملکي مرګ ژوبله کې د پام وړ کمښت نه دی راغلی. یوناما وايي، ددغو ملکي تلفاتو درې پر څلورمه برخه یعنې ۷۰۱ وژل شوي په ګڼ مېشو سیمو کې د عبادت ځایونو، ښوونځیو او بازارونو په ګډون د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د بې توپیره بریدونو له کبله رامنځ ته شوي دي. د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، په دې موده کې ۹۲ مېرمنې او ۲۸۷ ماشومان وژل شوي، د جګړې د ناچاودو توکو له کبله د ملکي تلفاتو شمېر ۶۳۹ او د هدفي وژنو ملکي تلفات ۱۴۸ تنه و.
































