د چين صدراعظم لي چيانګ د جون په ۲۶مه نېټه په تيان جين ښار کې د سوداګرۍ د نړيوال سازمان له عمومي مديرې اوکونجو ايويلا سره وکتل.
لي چيانګ وويل چې چين غواړي له بېلا بېلو خواوو سره يو ځای له څو اړخيزم او ازادې سوداګرۍ څخه ملاتړ وکړي او له يو اړخيزم او سوداګري ساتونکو سره مخالفت وکړي تر څو د سوداګرۍ نړيوال سازمان کې اصلاحات پرمختګ ومومي او د څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم د نړيوالو اصولو عمده مقام وساتي. چين به هغه خپل مسووليت او دنده چې له اقتصادي پرمختيايي سويې او توان سره سمون لري،پر غاړه واخلي او د پرمختيایي هېوادونو حقونه به وساتي.
ايويلا وويل چې چين د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې له شاملېدو راهيسې د ورخلاصون او اصلاحاتو پرمخبيولو او له څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم څخه ملاتړ ته دوام ورکړی او په دې ترڅ کې يې د ليدو وړ لاسته راوړنې درلودلې دي. سازمان يې دې ته په تمه دی چې له چین سره قوي همکاريزې اړيکې ټينګې کړي او د دې سازمان د اصلاحاتو د پرمخبيولو او د څواړخيز سوداګريز ميکانيزم د ساتلو لپاره نوي خدمتونه وکړي.
(غاټول)
































