د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي هڅه کوي چې په بېلابېلو برخو کې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي. د دغه وزارت د دفتر رییس وايي، زرګونه ځوانان د قوشتېپې په کانال کې په کار بوخت شوي. ډېری ځوانان په کانونو او د تېل او ګازو د لېږد په برخه کې چې د پاکستان، ازبکستان او ترکمنستان ترمنځ تړون لاسلیک شوی، ډېر په کار بوخت شوي دي. بل خوا، اقتصاد وزارت وایي، چې په هېواد کې د بې وزلۍ د کمېدو لپاره لویې اقتصادي پروژې په په پام کې لري. څه موده وړاندې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په یوه راپور کې ویلي وو، چې په تېرو دوو کلونو کې په هېواد کې د وزګارو کسانو شمېر د پاموړ زیات شوی دی.
































