په کابل کې د کاناډا او استرالیا سفیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د جدي اندېښنې وړ بللې ده. په دغه اعلامیه کې راغلي، د تاسف او خواشینۍ ځای دی چې طالبان پر افغان ځواکونه بریدونه کوي او هغه سرتېري په نښه کوي چې د خپلو هېوادوالو امنیت تامینوي. ددوی په خبره د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېرېدل د جدي اندېښنې وړ دي او په وینا یې نور هېوادونه هم باید په دې دریځ کې د کاناډا او استرالیا ترڅنګ ودرېږي. د سرچینې په وینا طالبانو بریدونه ډېر کړي، د بشري حقونو پر فعالینو بریدونه کوي، علما په نښه کوي او نا امني یې ډېره کړې ده. دغه سفیران وایي دا د حیرانتیا خبره ده چې د نړیوالو د سولې له هڅو سره سره طالبان جګړه کوي او د خپلو افغانانو غږ ته غوږ نه نیسي. ددوی په خبره افغانان سولې ته اړتیا لري، د سولې تږي دي، جګړه باید ودرول شي، بین الافغاني خبرې پیل شي او د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت دې له تاوتریخوالي په ډکو کړنو نه ضایع کېږي.
































