د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې سرپرست حکومت او چین لېواله دي چې ډېر ژر د واخان د دهلېز یا ورېښمو له لارې سره ونښلول شي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وايي چې د ورېښمو له لارې له چین سره د افغانستان نښلون، د سیمې هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزې راکړې ورکړې او عوایدو په زیاتوالي کې مهم رول لري او بلخوا چین له ایران او عربي هېوادونو سره نښلوي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم په دې باور ده چې د واخان دهلیز له لارې د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان نښلول، د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ تر ټولو کم لګښته او نږدې لار ده. واخان د افغانستان یو له مهمو ولسوالیو ده چې سوېلي اسیا له منځنۍ اسیا سره نښلوي.
































