په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال مارکس پوتزل، په افغانستان کې په ملي کچه خبرو اترو او د ټولګډونه حکومت په رامنځته کېدو ټینګار کوي. پوتزل له طلوعنیوز سره په مرکه کې همدارنګه زیاتوي چې سرپرست حکومت باید هغه څه ته ژمن واوسي چې له نړۍ سره یې ژمنه کړې ده. د نوموړي په وینا، سره له دې چې نړۍ هره ورځ له سرپرست حکومت سره په تعامل کې ده، خو نړۍ په سرپرست حکومت کې هېڅ ډول بدلون نه دی لیدلی. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې سرپرست حکومت تل ویلي دي، چې اوسمهال په هېواد کې په ملي کچه خبرو ته اړتیا نشته او له نورو هېوادونو یې غوښتي دي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
































