د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټون د ټرمپ د ادارې له ځینې نورو زارونو هم پرده پورته کړې ده. نوموړي له المان غږ انګلیسي سره په مرکه کې ویلي چې ټرمپ پرته له دې چې پر کار او پلان فکر وکړي ماشوم غوندې علاقه لري له غټو خلکو لکه پوتین او شي جینګ پینګ سره وګوري، کېني او وخاندي. بولټون زیاته کړې، نوموړی له دې دواړو سیاستوالو سره یو ډول کینه لري او همدا لامل دی چې نوموړی یې پر ځان او خپلې ادارې بې باوره کړی دی. هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې په سپینه ماڼۍ کې یې د خپلې کاري دورې پر مهال یوه ورځ هم ټرمپ د ورځنیو راپورونو پر لوستلو نه دی لیدلی دی. بولټون دغه راز ویلي، نورې خبرې ډېرې دي خو مهمه یې دا ده چې ټرمپ تر اوسه په دې لا نه پوهېږي چې د امریکا ولسمشر څه مانا.
































