د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون د ۲۷مې نېټې له غرمې وروسته د خلکو په لوی تالار کې د مغولستان له صدراعظم لوسانامسراي وين يرډيني سره وکتل.
شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی، چې چين او مغولستان بايد د خپلواکۍ، ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا، په خپله خوښه د پرمختګ لارې د انتخابولو په باره کې متقابل احترام وکړي او د يو بل د مرکزي ګټو او د پام وړ مهمو مسئلو په هکله متقابل ملاتړ وکړي. چين اوس د چيني شکله عصري کېدو له لارې د چيني ملت د بيا سمسورتيا هڅونه کوي، مغولستان د خپل هېواد د اصلاحاتو او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي، دواړه خواوې کولی شي د پرمختګ ستراتيژي نښلول کړي او اوږه په اوږه د عصري کېدو ابادي پياوړې کړي. چين به په صميمي ډول له مغولستان سره همکارۍ ته ادامه ورکړي، د دواړو هېوادونو تر منځ تګ راتګ پياوړی کړي، د چين، مغولستان او روسیې تر منځ د اقتصادي ډهليز او په ګډه د يو کمربند او يوې لارې باکيفيته ابادي پرمخ بوزي. چين د نړيوال چاپيريال د ادارې په چارو کې خپل خدمتونه تر سره کوي او غواړي د صحرا کېدو د مخنيوي په ساحه کې له مغولستان سره همکارۍ وکړي. چين غواړي د مغولستان له ګوندونو سره تګ راتګ پياوړی کړي او د حکومتوالۍ په باره کې تبادلې زياتې کړي.
د مغولستان صدراعظم لوسانامسراي وين يرډيني وويل، چې مغولستان غواړي له چين سره د نړيوالو اړيکو نمونه جوړه کړي. مغولستان د يو چين د پيژندلو پر اصول ټينګار کوي، د تايوان، شيځانګ او شينجيانګ د مسئلو په هکله د چين له دريځ څخه ملاتړ کوي، د شي جين پينګ لخوا د نړيوال پرمختګ،امنيت او تمدن د وړانديزونو پلوی کوي، غواړي له چين سره نژدې همکارۍ وکړي. مغولستان به د يو بل د پرمختګ لارې متقابل درناوی وکړي، له چين سره به په ګډه د يو کمربند او يوې لارې باکيفيته ابادي وکړي، د ګوندونو او ځوانانو تر منځ تګ راتګ به پياوړی کړي، د دواړو هېوادونو د ريل پټليو د جوړولو هڅونه به وکړي، د اقتصاد او تجارت، پانګونو، انرژيو، زرغون پرمختګ او د فساد ضد ساحو کې به له چين سره همکارۍ ټينګې کړي.
































