د لېتوانیا ولسمشر ګیتاناس ناوسیدا به نن په کییف کې د اوکراین له ولسمشر ویلادیمر زلینسکي سره وګوري او له ناټو سره د اوکراین د یو ځای کېدو د هڅو په باب به ورسره خبرې وکړي. زلینسکي پرون یو ځل بیا غوښتنه وکړه، چې د ناټو په راتلونکې سرمشریزه کې دې اوکراین ته په دې تړون کې د غړیتوب سیاسي بلنه ورکړل شي. د لېتوانیا پلازمېنه ویلنیوس به د جولای له ۱۱مې نه تر دولسمې پورې د ناټو د سرمشریزې کوربه وي. د ناټو غړي د دغې سرمشریزې په درشل کې دې ته نږدې شوي چې، له اوکراین سره اړیکو ته پراختیا ورکړي، خو په دې تړون کې یې د غړیتوب د غوښتنې په اړه تر اوسه د غړیو ترمنځ اختلافات نه دي هوار شوي.
































