د پروان ولایت ځايي چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې د بارانونو او سېلابونو له کبله خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي. د دوی په خبره، چې تېره شپه د کوه صافي ولسوالي په یو شمېر سیمو کې د سختې ږلۍ او بارانونو په نتیجه کې سېلابونه راوتلي چې ۱۶۵ کورونه یې ویجاړکړې دي او دغه راز تر درې سوو زیات څاروي تلف شوي.
































