د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جون په ٢٨مه نېټه په يوه عادي خبري غونډه کې د ګوانتانامو زندان په اړه پوښتنې ته په ځواب کې وويل چې امريکا په تېرو لسګونو کلونو کې د ترهګرو پر ضد د مبارزو په پلمه لږ تر لږه ۵۴ هېوادونو او سيمو کې ” تور زندانونه” جوړ کړي چې په پټه توګه يې د تش په نوم د تروريستي شکمن کسان خپلسري توقيف کړی او په زور يې اعتراف پرې کړی. د ګوانتانامو زندان یوازې د یخ کندې یوه برخه ده. ” تور زندان” د امريکا د قانون او بشري حقونو ضد عملياتو يوه بېلګه ده.
د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو ځانګړي ګزارشګر په دې وروستیو کې د ګوانتانامو زندان له معاینې وروسته دا په ډاګه کړې، چې له بندیانو سره اوس هم د امریکا له لوري غیر انساني چلند کېږي، د امریکا حکومت باید د خپلو کړنو مسوول وي او له زيانمنو کسانو بښنه وغواړي، ورسره مرستې وکړي او قربانيانو ته تاوان ورکړي.
میرمن ماو نينګ اړينې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، په تېرو شلو کلونو کې په ګوانتانامو زندان کې په پرله پسې توګه له بنديانو سره د ناوړه چلند خبرونه خپاره شوي چې په نړيواله ټولنه کې يې سخته غوسه راپارولې ده. امريکا څو څو ځله د دغه زندان د تړلو ژمنې کړې دي، خو تر اوسه پورې په دې زندان کې په لسګونو بندیان بند دي او يوازې یو څو تنه یې په تورن یا محکوم شوي دي، امريکا باید له بشري حقونو څخه د سرغړونو جرمونه روښانه کړي او د هغو کسانو قانوني مسئوليت دې حساب شي، چې بنديانو ته د شکنجې ورکولو په چارو کې لاس درلود. (ژباړه: شکريه)































