د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مېرمن او د نجونو او ښځو د ښوونې د هڅولو په چارو کې د يونيسکو سازمان ځانګړې استازې پنګ لي يوان د جون په ۲۹مه نېټه د چين او افريقا د ښځو فورم ته د مبارکۍ ويډيويي وينا وکړه.
پنګ لي يوان وويل، چې چين او افريقا دواړه د ښځو د چارو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري. چين د ښځو د حقونو د خونديتوب په برخه کې د قوانينو سيستم د بشپړولو لپاره ډېرې هڅې کړي، د ښځو د تعليم کچه يې لوړه کړې، د چارو د جوړولو په برخه کې يې د ښځو ملاتړ کړی، د ښځو او ماشومانو د روغتيا خدمتونه يې پياوړي کړي او د ښځو د هراړخيز پرمختګ لپاره يې ښه چاپيريال برابر کړی دی. د افريقا بېلا بېلو هېوادونو د ښځو د ژوند او توليد د چاپيريال د ښه والي، د ښځو د بېوزلۍ د له منځه وړلو او په دولتي او ټولنيزې اداره کې د ښځو د ګډون په برخو کې برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. چين له افريقا سره د ښځو د چاو د پرمختګ په لاره کې ګډه اراده او موخه لري او ښه ملګري هم دي.
پنګ لي يوان وويل، چې د ښځو د چارو پرمختګ لا هم له زياتو ننګونو سره مخ دی او موږ يووالي او همکارۍ ته اړتيا لرو. نوموړې هيله وښودله، چې د دغه فورم له ګډونوالو سره په بېجينګ کې د ښځو د نړيوالې غونډې او د ښځو د نړيوالې سرمشريزې غونډې روحيه خپره کړي او د ښځو د هراړخيز پرمختګ د هڅولو او د چين او افريقا د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي.































