د چین د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې درېيمې غونډې د جون په ٢٨مه نېټه پرېکړه وکړه چې د اګست ۱۵مه نېټه د چین ايکولوژيکي ملي ورځې په توګه وټاکل شي. په دې سره به چین لا په مختلفو بڼو د ایکولوژیکي تمدن تبلیغاتي او تعلیمي فعالیتونه ترسره کړي.
د چین دولت رئيس شي جين پينګ په جه جيانګ ولایت کې د خپلې دندې په ترڅ کې د ۲۰۰۵م کال د اګست په ۱۵مه نېټه د هو جو ښار له ان جي ولسوالۍ څخه لیدنه وکړه او د لومړي ځل لپاره يې دا علمي مفکوره وړاندې کړه چې رڼې اوبه او زرغون غرونه د سرو زرو او سپينو زرو غرونه دي. دغه مفکوره د شي جين پينګ له خوا د ايکولوژيکي تمدن د فکر اصلي مفهوم دی. د چین د ملي ایکولوژیکي ورځې په توګه د اګست د ۱۵مې نېټې ټاکل کېدل د یادګاري ورځو او فعالیتونو ورځو د ټاکلو له بنسټیزو اصولو او مناسباتو سره سمون خوري.
د ايکولوژۍ د ملي ورځې ټاکل کېدل د شي جين پينګ له خوا د ايکولوژيکي تمدن د افکارو د لا ښه پوهاوي، خپرولو او پلي کولو، په ټوله ټولنه کې د ايکولوژيکي تمدن په اړه د پوهاوي د لوړولو، د ايکولوژيکي چاپېريال ساتنې په اړه د خلکو د ايډيالوژيکي او عمل شعور د لوړولو لپاره ګټور اقدام دی.
































