د چين صدراعظم لي چيانګ د جون په ۲۸مه د خلکو په لوی تالار کې د نيوزيلنډ له صدراعظم کريس هيپکينس سره خبرې اترې وکړې.
لي چيانګ وويل، چې د چين او نيوزيلنډ تر منځ سياسي اړيکې د جوړېدو له پنځوسو کلونو راهيسې تل د چين او لوېديځو هېوادونو په اړيکو کې مخکښه بڼه ښکاري، چې د مختلفو ټولنيزو نظامونو، تاريخ او فرهنګ، د پرمختګ پړاوونو او اقتصادي اندازو هېوادونو تر منځ ګډو ګټو پر بنسټ د همکاريو نمونه ګڼل کېږي. راتلونکی کال به د دواړو هېوادونو تر منځ د هراړخيزو ستراتيژيکو دوستانه اړيکو د تاسيس لسمه کليزه وي. چين غواړي له نيوزيلنډ سره عنعنوي دوستي ژوره کړي، په بېلا بېلو ساحو کې د همکارۍ پرمخ یوسي او د دواړو هېوادونو خلکو، حتی د اسيا او ارام سمندر سيمې او نړۍ ته ګټې ورسوي.
لي چيانګ وویل، چې چين به له نيوزيلنډ سره د چين د پرمختګ په بهير کې نوي فرصتونه شريک کړي، د همکاريو راتلونکی به پراخ کړي او ګډې ګټې به تر لاسه کړي. دواړه خواوې بايد د چين او نيوزيلنډ د ابادۍ سوداګرۍ تړون د لوړې کچې پروتوکول وکاروي څو د سوداګرۍ او پانګونې هڅونه وکړي او په بېلا بېلو ساحو کې همکارۍ پياوړې کړي.
د نيوزيلنډ صدراعظم هيپکينس وويل، چې نيوزيلنډ او چين په بېلا بېلو کچو او ساحو کې ژورې همکارۍ لري. نيوزيلنډ د يو چين پېژندلو پر اصولو ټينګار کوي او د چين د ورخلاصون د فرصتونو هرکلی کوي، غواړي د اقتصاد او تجارت، ساينس او ټېکنالوژۍ او ښوونې په شمول ساحو کې له چين سره همکارۍ ژورې کړي، د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو او د څو اړخيزو چارو په هکله به همغږۍ پياوړې کړي، همدارنګه په ګډه د اقليمي بدلون په شمول له نړيوالو ننګونو سره مقابله وکړي.
دواړو لوریو له خبرواترو وروسته د ساينس او ټېکنالوژۍ په شمول ساحو کې څو همکاريز سندونه لاسليک کړل.
































