د عامي روغتیا وزارت وايي، چې ددې وزارت سرپرست د سعودي عربستان د روغتیا د وزیر په بلنه له نوموړي سره په مکه مکرمه کې لیدلي دي. روغتیا وزارت په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د یاد وزارت سرپرست وزیر له خپل سعودي سیال فهد جلاجل سره د روغتيايي پرسونل د ظرفيت لوړونې، د روغتيايي خدماتو په برخه کې د همکاریو، د پوليو ناروغۍ سره د مبارزې او په مکمله توګه د ختمولو او یو شمیر نورو مسایلو اړوند خبرې کړې دي. د روغتیا وزارت په خبره، چې سعودي عربستان په روغتیايي برخه کې افغان لوري ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
































