د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په ازرې ولسوالۍ کې د تېرې ورځې د سېلابونو د راوتلو له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.د یاد رياست مسوولین زیاتوي، چې تېره ورځ ازرې ولسوالۍ کې د سختو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي، چې سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې، فصلونه او بڼونه یې له منځه وړي دي. د یادونې وړ، چې په تېرو دوو ورځو کې په وردګ، پروان، کاپيسا او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي وو.
































