د اسټرالیا په دویم ستر ښار ملبورن کې میلیونونه کسان بیا قرنطین کېږي څو د کرونا وبا له دویمې څپې خوندي پاتې شي. په ورته وخت کې په ټوله نړۍ کې پر یادې وبا د اخته کسانو شمېر ۱۲ میلیون ته نږدې کېږي او تر اوسه پنځه لکه او ۵۰ زره کسان د یادې ناروغۍ له امله مړه شوي دي. د راپورونو له مخې؛ که څه هم په ځینې هېوادونو کې د یادې وبا ټغر د ټولېدو په حال کې دی خو په هند، پاکستان او برازیل کې بیا پر یادې ناروغۍ د اخته کېدونکو کسانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي.
































