د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د چين د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ په دې وروستيو کې د دغه ګوند د ابادۍ او تنظيم چارو په اړه مهم لارښوونکی امر ورکړ او و يې ويل، چې د سوسياليستيک عصري هېواد د هراړخيزې ابادۍ او د چيني ملت د سترې بيا سمسورتيا کیلي په ګوند او د ګوند په غړو پورې اړه لري. شي جين پينګ د ګوند د ابادۍ او تنظيم چارو څخه وغوښتل، چې په نوې زمانې کې د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د مفکورې تر لارښوونې لاندې د تنظيم د چارو کيفيت لا لوړ کړي، څو د ګوند د اصلاحاتو له لارې د ټولنيزو اصلاحاتو د لارښوونې او د ځواکمن هېواد د ابادۍ او د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره ټينګ خونديتوب برابر کړي.
شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو ۱۰۲مې کليزې د رارسېدو په درشل کې د دغه ګوند د مرکزي کمېټې په استازيتوب د ګوند ټولو غړو ته د دې ورځې په مناسبت نيکې هيلې وړاندې کړې.
د چين د تنظيم د کارونو غونډه د جون له ۲۸مې نېټې څخه تر ۲۹مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه او د شي جين پينګ ياد امر د دغې غونډې ګډونوالو ته خبر شو.































