د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جون په ۳۰مه وويل، چې د چين د دولت رئيس مرستيال هان جنګ به د جولای په ۲مه د نړيوالې سولې د يوولسمې دورې فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړي.
دغه فورم به د بېجينګ په چينګهوا پوهنتون کې تر سره شي، چې عنوان يې ” د ګډو توافقاتو موندل، د همکاریو هڅول، د نظم سمول او د سولې ساتل” دی .































