د ملګرملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې په روان ۲۰۲۳ کال کې د جنورۍ د میاشتې څخه د مۍ تر میاشتې له ایران او پاکستان څخه ۲۹۹.۷ زره افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي دي .اوچا زیاته کړې، چې په تیر ۲۰۲۲ کال ۳۷۷ زره کسان او په ۲۰۲۱ کال کې ۴۹۱ زره کسان په همدې موده کې له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي و.
































