د چين د دولتي شورا غړي او د دغه هېواد کمونيست ګوند د مرکزي کمېسيون د بهرنيو چارو دفتر مشر وانګ يي د جون په ۲۹مه په بېجينګ کې د م م د عمومي منشي له مرستيالې امينه جي محمد سره وکتل.
وانګ يي وويل، چين د م م د بنسټګرو غړيو هېوادونو څخه يو دی او تل د م م له کارونو څخه ملاتړ کوي. چين به په هر وخت او زمانه کې د نړيوالې سولې د ابادوونکي، د نړيوال پرمختګ د خدمت کوونکي او د نړيوال نظام د ساتونکي په توګه هڅه وکړي. چين په کلک توګه له هغه څه ملاتړ کوي، چې ملګري ملتونه په نړيوالو چارو کې مرکزي رول پلی کړي، د منشور پر بنسټ د نړيوالو اړيکو د ساتلو پر اصولو ټينګار وکړي او رښتينی څو اړخيزم عملي کړی.
امینه وويل، ملګري ملتونه د چين له ټينګ ملاتړ مننه کوي. دواړو خواوو د سولې د ساتلو او د پرمختګ په برخو کې ژورې همکارۍ کړې دي. ملګري ملتونه د چين د يو کمربند او يوې لارې او د نړيوال پرمختګ وړانديزونه ستایي او ملاتړ یې کوي. موږ بايد د څو اړخيزې همکارۍ اړيکې ټینګې کړو، تر څو د نړۍ د ډېرو ننګونو پر ضد مبارزې وکړو او د چين د لارښوونې رول ته سترګې په لار یو، چې د حل لارې په ګډه ومومو. . دې زیاته کړه، موږ هيله لرو، چې له چين سره په بېلا بېلو ساحو ، لکه د دوامدار پرمختګ، اقليمي بدلون ، د دښتو مخنيوي او کنټرول، ډيجيټل نوښت او داسې نورو کې همکارۍ پیاوړې کړو.































