تووشين بدرال په تېرو درېيو کلونو کې په چين کې د مغولستان د سفير په توګه د چين له زياتو ولايتونو او ښارونو څخه ليدنه کړې ده. هغه وويل، د سفرونو په ترڅ کې يې احساس کړی، چې د چين د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ له امله د پرمختګ فرصتونه مخ په زياتېدو دي او د ښارونو او ولسوالیو ترمنځ واټن کمېږي. د ده په اند، د چین د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا د خلکو په مرکزیت د پرمختګ مفکوره د چينایانو په واقعي ژوند کې منعکس شوې ده.
سفیر تووشين بدرال په دې باور دی، چې د رئیس شي جين پينګ له خوا وړاندې شوي د نړيوال پرمختګ، امنيت او تمدن وړاندیزونه په سيستماتيک ډول نړيوالو ننګونو ته د ځواب ورکولو لپاره د چین له خوا برابر شوي عامه تولیدات دي، چې د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې مفهوم بډايه او د يو لوی مسؤلانه هېواد په توګه د چين مسؤلانه رويه څرګندوي.
































