د هلمند یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د بست تاریخي کلا ته دې حکومت پاملرنه وکړي او پر دې کلا د ورتلونکو سېلابونو مخنوی دې وشي. د دوی په خبره، چې اوس مهال هم ددې تاریخي کلا یو شمېر برخې ویجاړې شوې او یا هم د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي. حکومت بیا وايي، چې د ټولو تاریخي ځایونو لپاره پلانونه لري او هڅه کوي، چې هغه تاریخي سیمې بیرته ورغوي، چې د ړنګېدو ګواښ یې زیات دی.
































