د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د جون په ۳۰مه نېټه يوه غونډه تر سره کړه، چې په کې د «د شيونګ ان نوې سيمې د لوړې معيار او کيفيت د جوړولو لپاره د څو سياسي تګلارې او تدبيرونو» په هکله بحث وشو. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دغې غونډې مشري پر غاړه درلوده.
دغه راز په غونډه کې په اشارې سره ويل شوي، چې د شيونګ ان نوې سيمې جوړول د شي جين پينګ په مرکزيت د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې لخوا په بېجينګ کې له پلازمينې پرته د کارونو د ويشلو او د بېجينګ، تيان جين او هه بې ولايت د همکارېز پرمختګ لپاره يو مهم ترتيب دی. اوسمهال د شيونګ ان نوې سيمه د کارونو مهم ټکی د لوړ کيفيت او لوړې سويې د ادارې کولو په لوري روانه ده او ورڅخه د ملاتړ لپاره يو لړ تدبيرونه نيول شوي دي.































