د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ او د سویلي او مرکزي اسیا د چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د څانګې مرستیال «ډونالډ لو» د ازبکستان ولسمشر ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف سره لیدلي دي. د سویلي او مرکزي اسیا د چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څانګې پر ټویټر لیکلي، دواړو خواوو د دې لیدنې پر مهال په سیمهییز امنیت او ټیکاو کې د ګډو ګټو په تړاو خبرې کړې دي. ورته مهال، وېسټ هم پر ټویټر لیکلي، چې ازبکستان د افغانستان په تړاو ډېپلوماسۍ او له افغانانو د ملاتړ په برخه کې خپلې مهمې او فعالې ونډې ته دوام ورکوي.
































