په کینیا هېواد کې د یوې ترافیکې پېښې له امله ۴۸ تنه مړه شوي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پرون ماښام د کینیا په لوېدیځ لنډیاني ښارګوټي کې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یوه لارۍ له سرکه ووتله او له نورو موټرو سره یې ټکر وکړ. دا په وروستیو کلونو کې په کینیا کې تر ټولو خونړۍ ټرافیکي پېښه بلل شوې ده.
































