د پیسو نړیوال صندوق د پاکستان له حکومت سره د درې میلیارده ډالرو پور د ورکړې هوکړه کړې ده. د پاکستان لپاره د پیسو نړیوال صندوق مشر «ناټن پورټر» ویلي چې دغه مرسته د پاکستان حکومت ته په تېر میلادي کال کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو مخنیوي او د اقتصادي رغونې لپاره ورکول کېږي.
ده زیاته کړې چې د پاکستان حکومت د ناسمو پالیسو په پایله کې د دغه هېواد اقتصاد اغېزمن شوی چې بیارغونې ته یې اړتیا ده. د پیسو نړیوال صندوق تر اتو میاشتو وروسته دا هوکړه کړې چې د نړیوالو پور ورکوونکو د بورډ لخوا تصویب ته اړتیا لري.
































