د امریکا سترې محکمې امر کړی چې د دغه هېواد څارنوالان کولی شي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مالي اسناد و ارزوي. خو د اوس لپاره یې دغو اسنادو ته د دیموکراتانو په مشرۍ د استازو مجلس د لاسرسي مخه نیولې ده. د محکمې حکم د نهو قاضیانو له ډلې څخه د اوو له خوا تایید شوی دی. ددغه حکم له مخې، د ټرمپ د حسابدارۍ شرکت باید د ټرمپ یو لړ مالي سوابق د جنايي تحقیقاتو لپاره منصفه هیئت ته وسپاري. په همدې حال کې سترې محکمې دغو اسنادو ته د استازو مجلس د دریو کمېټو لاسرسی رد کړی دی. په دواړو حکمونو کې، څلورو لبرالو قاضیانو او د ټرمپ له خوا د دوو محافظه کارو قاضیانو له قاضي القضات سره یوځای موافقه رایه ورکړې ده.
































