د خبر له مخې، د امريکا حکومت اړوندې څانګې په وروستې موده کې پرېکړه کړې، چې د چين تايوان سيمې ته د شاو خوا ۴۴۰ ميليونو ډالرو په ارزښت نظامي وسلې وپلوري، په دې هکله د چين د تايواني چارو دفتر وياندې جو فنګ ليان د جون په ۳۰مه نېټه وويل، چې له تايوان سيمې سره د امريکا د هر ډول تګ راتګ او نظامي تماسونو مخالفت کوو. دغه دريځ څرګند او هميشنی دی. موږ له امريکا څخه غوښتنه کوو، چې د يو چين د اصولو او د چين او امريکا د درېيو ګډو اعلاميې مراعات کړي او د تايوان سيمې ته د وسلو پلورلو او د تايوان له سيمې سره نظامي تماسونه پای ته ورسوي.
د تايوان سيمه لا زياتو خلکو پېژندلې، چې امريکا د تايوان سيمه د بمونو ګدام په توګه جوړوي، دا د تايوان د سيمې د امنيت ساتل نه دي، خو د دغې سيمې خرابول دي.
































