د هېواد لویو لارو کې نا امنۍ ډېرې شوي او په دغو لارو تلونکي مسافر په وېره او ډار کې تګ راتګ کوي. مسافر وايي ګام په ګام د وسله والو طالبانو د تلاشی پوستې دي او خلک پلټي. خلک وايي، ددې تر څنګ کله نا کله د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې هم کیږي، چې پکې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي. د ارزګان- کندهار، هرات- کندهار او کابل- کندهار لویې لارې ډېرې نا امنه دي. د دې سیمو خلک وايي، په دغو لارو طالبان را وځي او د حکومتي کارکوونکو د لټولو لپاره د سپرلۍ موټر تلاشي کوي. دوی وايي، دولتي کارکوونکي اړ دي، کابل ته په الوتکه کې لاړ شي.
































