د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د جون د ۳۰مې له غرمې وروسته د ماکسيزم د چيني کېدو او عصري کېدو د نوي پړاو په هکله شپږم ځل ډله ايزه زده کړې وکړې. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د ډله ايزې زده کړې د مشري کولو په وخت کې پر دې ټينګار وکړ، چې د ماکسيزم د چيني کېدو او عصري کېدو نوي پړاو خلاصول د دغه هېواد د کمونېست ګوند جدی او تاريخي مسئوليت دی.
شي جين پينګ د دغې ډله ايزې زده کړې په ترڅ کې مهمه وينا وکړه.
































