د افغانستان سرپرست حکومت وايي، پاکستان کې د پاتې افغان بندیانو د خلاصون هڅې روانې دي. په دې لړ کې کراچۍ کې د افغانستان مشر کونسل له یوشمېر افغان بندیانو سره لیدلي دي. نوموړی وايي، هڅې روانې دي تر څو ټول افغان بندیان د پاکستان له زندانونو ازاد شي. د ده په خبره د پاکستان په زندانونو کې داسې کډوال هم شتون لري چې قانوني اسناد لري خو د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي دي. د معلوماتو له مخې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته د پاکستان له زندانونو شاوخوا ۲۴۰۰ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
































