د هلمند اوسېدونکي او صنعتکاران پر بهرنیو اسعارو راکړې ورکړې له زیاتېدو شکایت کوي. دوی وايي، د سوداګریزې راکړې ورکړې پر مهال د پاکستانۍ کلدارې د کارونې له امله سخت زیانمن شوي او له اړوندو مسوولینو د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي. د هلمند سیمییز مسوولین بیا په دغه ولایت کې د افغانۍ د ترویج لپاره د خپلو هلو ځلو له دوام خبر ورکوي.دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو کې هم هټیوالو او صنعتکارانو د سوداګریزو راکړو ورکړو پر مهال د بهرنیو اسعارو له استفادې شکایت درلود.
































