د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي، په روان زېږدیز کال یې په افغانستان کې ۱۹ میلیونه کسانو ته د روغتیا او تغذیې په برخو کې ژوند ژغورونکي خدمتونه وړاندې کړي دي. یونیسف پر خپله ټویټرپاڼه همداراز ادعا کړې چې دې بنسټ د ۲۷ زره روغتیايي کارکوونکو په ساتلو او د زرګونو روغتیايي مرکزونو په پرانیستلو سره په افغانستان کې د روغتیايي سېسټم د پرځېدو مخه نیولې ده.
































