ولسمشر غني وایي د داسې سولې غوښتونکی دی چې په سیمه او نړۍ کې د خپلواک، ولسواک او متحد افغانستان په توګه د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې خوندي کړي. نوموړي دا خبرې په کابل کې د سولې لپاره د اجماع د پیاوړتیا په نړیواله ناسته کې وکړې. ولسمشر غني ویلي، لیدلوری مو دا دی چې افغانستان په اسیا کې د اقتصادي او فرهنګي او نړیوالو اړیکو له اړخه په یو مرکز بدل شي. دا ناسته پرون مازیګر پیل شوه چې د نړۍ د ۲۰ هېوادونو، نړیوالو سازمانونو، ناټو او هغو هېوادونو چارواکو او استازو چې په تېرو ۱۷ کلونو کې یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي، ګډون درلود. دا په کابل کې په یوه اوونۍ کې درېیمه ناسته ده چې د افغان حکومت په کوربه توب جوړیږي.
































