د فاریاب په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي. عیني شاهدانو ویلي، چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې د خواجه سبزپوش ولسوالي «شباختو» سیمه کې ماشومان خپل کور کې پر لوبو بوخت وو. چاودنه له تېرو جګړو څخه دغه کور کې د پاتې ناچاودي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده. د یادې چاودنې د قربانیانو د کورنۍ یوه غړي محمدیوسف ویلي چې پېښه کې یوه ۱۷کلنه نجلۍ دوه ۷ کلن او ۱۰ کلن ماشومانو وژل شوي او درې ماشومان چې اووه، اته او لس کاله عمرونه لري، ټپیان شوي دي. د نوموړي په وینا، دغه ماین په دې حویلي کې له پخوا پاتې و او یاده کورنۍ ترې ناخبره وه. سرچینې زیاته کړې چې د ټپیانو وضعیت نازک دی او د ښې درملنې په موخه بلخ ته لېږل شوي دي.
































