د سولې ولسي حرکت وايي، حکومت او طالبان دې درېيمګړو ته اجازه ورکړي چې یوه ګډه کمېټه جوړه او د سولې لپاره کار وکړي. دې حرکت د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د سولې په ننګه د غونډو له جوړولو وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي، له ټولو ښکېلو خواوو غواړي چې جګړه ودروي. د دې حرکت یوه مخکښ غړي اقبال خیبر ویلي، د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې د سولې واک درېيمګړو ته وسپاري. خیبر ویلي، د سولې ولسي حرکت باور لري چې د جګړې د درېدو په صورت کې که د سولې خبرې هر څومره اوږدې شي، ستونزه نشته ځکه چې ولس به له مرګ ژوبلو او مصیبتونو خلاص وي.
































