پاکستان ته د M16 وسلو د پرزو د قاچاق مخه نیول شوې ده. مالیې وزارت ویلي، چې د تورخم ګمرک چارواکو پاکستان ته د M16 ډوله وسلې د ۱۲۲ پرزو د قاچاق مخه نیولې ده. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه پرزې په ډېر مهارت سره په یوه بارداره موټر کې ځای پر ځای شوې وې، چې پر تړاو یې د موټر چلوونکی نیول شوی دی.
































