په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام وایي، په دغه هېواد کې شاوخوا ۳.۲ میلیونه وګړي له خوارځواکۍ څخه کړېږي. دغه اداره زیاتوي چې په تېره یوه میاشت کې یې له څه باندې ۳۶۷زره ماشومانو او ښځو سره د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره د ځانګړو خوراکي توکو مرسته کړې او اټکل یې کړی چې ښایي د روان کال د مې او اکټوبر په میاشتو کې شاوخوا ۱۵.۳ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ شي. د خوړو نړیوال پروګرام په خپل راپور کې ویلي، اوسمهال ۲۸.۸ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري چې ۱.۲میلیارډه ډالر بشري مرسته ورته پکار ده.
































