نړیوال بانک د کرونا وبا د منفي اغېزو د له منځه وړلو او زیانمنو شوو خلکو ته د اسانتیاو رامنځته کېدو په هدف له افغانستان سره ۲۰۰ میلیونه ډالرو مرسته کوي. په افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر رییس ویلي چې د کرونا وبا خپرېدو د دغه هیواد پر روغتیايي، اقتصادي او ټولنیز سکټور منفي اغېز کړی چې له امله یې د دغه هیواد اقتصادي وده او ملي عواید کم شوي دي. دغه بانک د اړمنو خلکو د لاس نیوي په هدف له افغانستان سره د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت دغه وړیا مرسته پرون تصویب کړه. د نړیوال بانک لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د یادې وړیا مرستې ۱۰۰ میلیون ډالره یې د نړیوال بانک د پراختیايي ادارې او ۱۰۰ میلیونه نور د افغانستان د بیارغونې صندوق څخه ورکول کیږي. یاد بانک وايي، تمه ده چې افغان حکومت د ټولنیز اقتصادي وضعیت ښه کېدو په هدف د اغېزمنو پالیسي ګانو په عملي کولو سره دغه مرسته د برېښنا انرژۍ د تامینولو، د څښاک اوبو ته د لاسرسي او د مخابراتي خدمتونو په برخه کې په ښه ډول ولګوي.
































