د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې د امیر غازي بند د پاکولو پروژې چارې پيل شوې. یاد وزارت وايي، د دې بند پاکول د “افغان برکي” سوداګریز شرکت لخوا په داوطلبانه توګه ترسره کیږي. د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وايي، د دغه بند له پاکولو، رغولو او فعالولو سره به ۱،۲ میلیونه متر مکعبه اوبه زیرمه شي او ۲ زره هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي او د اړوند سیمې ۱۰ زره کورنۍ به ګټه ترې واخلي.
































