د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال وايي، د لوړو زده کړو د سکټور وده د اوسني عصر اړتیا ده. نوموړي د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر سره په کتنه کې ویلي چې د لوړو زده کړو د بنسټونو پراختیا لپاره دې د نورو هېوادونو له تجربو کار واخیستل شي او د علمي کادرونو ظرفیت ته دې لومړیتوب ورکړل شي. له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي د لوړو زده کړو له وزارت څخه غوښتي چې د خصوصي پوهنتونونو د پیاوړتیا او ودې لپاره دې اساسي کار وکړي. سیاسي مرستیال ویلي چې په پوهنتونونو کې دې تدریسي نظام داسې ترتیب او پلی شي چې په هر اړخیز ډول محصلین له علمي پانګې سره سره په اسلامي او ملي روحیه وروزي.
په همدې حال کې د لوړو زده کړو وزیر ویلي چې د پوهنتونونو د علمي کچې لوړولو په هدف یې اړین ګامونه پورته کړي دي.
































