د چين د نوې انرژۍ د ۲۰ ميليونم موتړ د توليدي بهير بشپړېدو فعاليت د جولای په ۳مه نېټه د دغه هېواد په ګوانګ جو ښار کې تر سره شو.
د چين د صنعت او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مرستيال شين ګوه بين ياد فعاليت ته په وينا کې ويلي چې د نوې انرژۍ موټر په نړۍ کې د موتړو صنعت د بدلون او زرغون پرمختګ لپاره مهم لوری دی، په عين وخت کې د موتړ صنعت د باکيفيته پرمختګ لپاره د چين انتخاب هم دی. له تېرو ۷۰ کلونو راهيسې د موتړو د تولیدولو په برخه کې د چين توان مخ په پياوړی کېدو دی. د نوې انرژۍ د ۲۰ ميليونم موتړ توليدول تاريخي اهميت لري.
د چين د موتړ صنعت ټولنې د شمېرنې له مخې، د سږکال په لومړيو ۵ مياشتو کې د دغه هېواد د نوې انرژۍ موتړ تولیدي شمېر ۳ ميليونو او ۵ زرو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۵ اعشاریه ۱ سلنه زياتوالی ښيي، د پلور شمېر ۲ ميليونو او ۹۴۰ زرو ته رسېدلی، چې ۴۶ اعشاريه ۸ سلنه زياتوالی ښيي. د نوې انرژۍ موتړ د پلور شمېر د ټولو نويو موتړو د پلور شمېر ۲۷ اعشاريه ۷ سلنه نيولی دی.
































