د کوزې پښتونخوا وتلي سیاستوال او د پښتنو د حقونو مدافع افراسیاب خټک په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، چې پاکستان دې هم تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د ترهګرو پالنې ته د پای لپاره ځانګړی مهالوېش اعلان او عملي کړي. خټک وایي چې پاکستان دې هم د امریکا په څېر چې د خپلو سرتېرو وتلو لپاره یې ژمنه وکړه او ځانګړی مهالوېش یې ورته وټاکه، باید دوی هم په خپله خاوره کې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره کوټلي ګامونه واخلي او تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د وسله والو ډلو فعالیتونه ودروي. نوموړي ټینګار کړی چې اوس ددې وخت را رسېدلی چې په سیمه کې ترهګري له منځه یوړل شي او د یوه با ثباته افغانستان لپاره کار وشي.
































